د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د قران مجيد د خصوصی مركزونو د څانګې د رپوټ له مخې د فلسطين، مقاومت او كاميابۍ په موضوع سره په هنری، علمی او رسانه ای چوكاټونو كښې (( د ازادۍ لپاره مقاومت )) تر عنوان لاندې يو نړيوال فيسټيوال به كوشش وكړی چې د فلسطين د ازادولو د ارمان د نويو او خوزنده طرحو راغونډول ژوندی وساتی.
د مقالاتو، كتابونو، نرم اوزارو وړاندې كول، د ويبلاګونو او وېبپاڼو طراحی، كارټونه، تصويرونه، نقاشی، ډرامې، فېلمی داستانونه او لنډ داستانونه د دغه فيسټيوال له موضوع ګانوڅخه دی.
مينه وال د راتلونكی هجری قمری كال د چينګاښ دمياشتې تر ٢٠ نیټې پورې فرصت لری چې خپل اثار د فيسټيوال دبيرخانې ته د داوری لپاره راولیږی.
375753