IQNA

د پيغمبر(ص) د زوكړې په مناسبت د ملاوی د مسلمانانو د او عيسايانو سره غونډيدل

9:57 - March 11, 2009
د خبر لمبر: 1754643
نړيواله ډله: د مالاوی مسلمانانو او عيسايانو نن د سه شنبې په ورځ د كب د مياشتې په 20 نیټه د دې لپاره چې اتحاد او د بيلا بيلو دينونو په يو ځای امن سره اوسيدل څرګند كړی او پيغمبر(ص) د زوكړی په مناسبت په جشن كښې ګډون وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د «Islam Online» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د ميلاد النبی د جشن د ترسره كوونكی كمیټې كارپيژاند امان كينګ امبه دې مركز سره په خبرو كښې وويل: مونږ د بيلا بيلو هيوادونو كليساګانو ته په دې جشن كښې د ګډون بلنه وركړه او هغوی هم دا اعلان وكړ چې په دې جشن كښې په شركت سره به مونږ له اسلام او پيغمبر(ص) نور زيات خبر شو.
د مالاوی د كليسا د ستر اسقف له دې كاره په خوشحالۍ سره وويل: ځينې بدفهمۍ چې د مسلمانانو او عيسايانو تر مينځ دی كله كله د جنګ سبب كیږی.
هغه زياته كړه: دا رنګ كارونه چې عيسايان د مسلمانانو په جشن كښې ګډون وكړی د دې سبب كیږی چې د هغوی تر مينځ جنګونه كم شی او صلح او دوستی پكښې زياته شی.
د مالاوی د رسمی ګڼې پر اساس په دې هيواد كښې په سلو كښې 12 كسان مسلمانان دی چې د اسلامی غونډو له اړخه دا ګڼه په سلو 34 كسان مسلمانان ښيی او اسلامی پكښې د عيسائيته وروسته دويم لوی دين دی.
375904
captcha