IQNA

د امام رضا(ع) په حرم كښې د وحدت د اونۍ د پروګرامونو اعلان وشو

9:56 - March 11, 2009
د خبر لمبر: 1754645
د امام رضا(ع) د حرم نماينده: د حرم د اسلامی ارتباطاتو او تبليغاتو مرستيال به دا پروګرامونه د پيغمبر(ص) د زوكړې سره سم د امام رضا(ع) په حرم كښې ترسره كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د خراسان د څانګې په ګزارش، د ويناوو او نعتونو پروګرامونه به د دوشنبه له ورځې د كب د مياشتې له 19 تر 25 نیټې پورې د پيغمبر(ص) د زوكړې په مناسب د امام رضا (ع) په حرم كښې ترسره كیږی.
د دې پروګرام پر اساس د سه شنبې تر ورځې د كب د مياشتې تر شلمې نیټې د ماښام له لمانځه وروسته به حجت‌الاسلام و المسلمين راشد يزدی په امام خمينی(ره) هال كښې وينا كوی د وحدت په اونۍ كښې به حجج‌الاسلام «جمالی» او «نقويان» او د ميلاد په ورځ به آيت‌الله سيد احمد خاتمی د امام رضا(ع) په حرم كښې ويناوې كوی.
د يادونې خبره ده چې د وحدت د اونۍ ټول پروګرامونه به د امام د حرم په ټولو صحنونو كښې له ټی وی خپریږی او په www.razavi.tv كښې یې ژوندی پروګرامونه هم كتل كيدی شی.
375967
captcha