IQNA

اهلبيت(ع) د مسلمانانو لپاره يو بل سره د نزدې كيدو سبب دی

9:48 - March 11, 2009
د خبر لمبر: 1754650
ټولنيزه ډله: امام رضا(ع) او اهليبيت(ع) د اسلامی نړۍ سرمايه دی او د مسلمانانو لپاره يو بل سره د نزدې كيدو سبب دی.
د مشهد د ازاد پوهنتون د علمی هيئت غړی «دكتر رحيمی» د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: امام رضا(ع) او اهليبيت د اسلامی نړۍ سرمايه دی او د مسلمانانو لپاره يو بل سره د نزدې كيدو سبب دی او د امامانو تقويت د اسلامی نړۍ د مزبوتيا سبب كیږی او له هغوی مخ اړول او كمزوری كول د مسلمانانو په زيان تمامیږی.
هغه زياته كړه: د امامانو په وسيله مونږ كولی شو چې په مسلمانانو كښې د وحدت جذبه نوره هم زياته كړو.
د نړيوالو اړيكو دې استاد وويل: زمونږ مشكل دا دی چې مونږ په اسلام كښې داسې عقيده رامنځته كړی دی چې د پيغمبر(ص) ښوونو سره څه اړه نه لری بلكه ډېر ورسره په اپوټه دی.

هغه ځينې مشكلات لكه د فلسطين مسله، د مسلمانانو وروسته پاتې والی، په مسلمانانو كښې د بهرنی هيوادونو لاس وهل او داسې نور مشكلات، په مسلمانانو كښې د وحدت نه شونې سبب وګڼل.
375977
captcha