IQNA

د محمد مصطفی(ص) د زوكړې نړيوال سمينار په لاهور كې تر سره شو

9:47 - March 11, 2009
د خبر لمبر: 1754652
د افتخاری خبريالو ډله / سيدكوثرعباس موسوی: د رسول الله (ص) د زوكړې په مناسبت تيره شپه د محمد مصطفی(ص) د زوكړې نړيوال سمينار د پاكستان په لاهور ښار كې تر سره شو
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لاهور څانګې د افتخاری خبريال يو راپور پر اساس، د محمد مصطفی(ص) د زوكړې نړيوال سمينار د «منهاج‌القرآن» تحريك په مرستې سره په مينار پاكستان لاهور كې تر سره شو.
په دې سمينار كې چې له نن سهار پورې یې دوام لرلو د پاكستانی پوهاندو او عالمانو څخه پرته له ځينې نورو هيوادونو عالمانو هم ګډون وكړ.
په سمينار كې د منهاج القران تحريك مشر ښاغلی طاهر القادری د پيغمبر اكرم(ص) د سيرت په بيان سره وويل: د ننۍ نړۍ ډيرو مشكلاتو حل د پيغمبر اكرم (ص) د سيرت او سنت په پيروۍ كې پټ دی.
د دې سمينار په پاې كې د پاكستان معروفو نعت خوانو خپل نعتونه وړاندې كړل.
يادونه كوو چې د اهل سنتو په تاريخ كې د پيغمبر اكرم(ص) د زوكړې ورځ 12 ربيع الاول دی.
375784
captcha