د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فرانس له رسمی خبری اژانس (AFP) یې نقلوی، د سوماليه د اطلاعاتو وزير «فرحان علی محمود» د دې مطلب په بيانولو سره وويل: د دې حكومت د كابينې نمايندګانو په ډېر ځيرتيا سره د اسلامی شريعت په هكله خبرې اترې وكړی او اخر دا چې په جمع په دې خبرې يوه خله شول چې په دې هيواد كښې د اسلامی شريعت نافد شی.
هغه زياته كړه: د حكومت له 26 نمايندګانو څخه په ټول ټاكنه كښې 20 كسانو ګډون وكړ او د سوماليه د قانون مطابق هر يو هغه قانون چې د كابينې د غړو په لاس پاس شی هغه به جاری كیږی.
د سوماليه د حكومت د كابينې مشر «شيخ شريف احمد» له دې قانونه په راضی كيدو سره وويل: له تيرې مياشتې له اخره مو دا هڅه كوله چې دا موضوع د حكومت نمايندګان تصويب كړی ځكه چې د دې قانون په پاس كيدو سره په سوماليه دنننی جنګونه ختم شی چې له 1991 كاله شورو دی.
376471