نړيواله قاری «عشرت بتول» چې د جامعة المصطفی العالمية(ص) د قران او حديث په څوارلسم نړيوال اولمپك كښې ګډون كوی، د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خصوصی خبرو كښې یې وويل: دا ځل په اولمپك كښې مې د قرائت مقابله او د تواشيح په مقابلې كښې برخه اخستې وه او مقابلې ډېرې په لوړه سطحه ترسره شوې.
بتول زياته كړه: د دې مقابلې ترسره كوونكی كمیټۍ د ګډون كوونكيو لپاره ډېرې زياتې تياريانې كړی وی او ډېر طريقې سره مقابلې ترسره شوی.
هغې زياته كړه: تير كال مې د قرائت په مقابلې كښې ګډون كړی و او په دريم نمبر راغلی وم.
د تواشيح په هكله یې وويل: ټول څوارلسو كسانو په دې كې ګډون وكړ، ما او زما خور له پاكستانه او نورې كسانې له عراقه وې.
عشرت بتول وړاندې وويل: ما په قرائت كښې د ځان لپاره يو خاص استاد نه دی ټاكلې بلكه له بيلو استاذانو مې ګټه اخستې ده خو ډېره د استاد عبدالباسط طريقه مې خوښه ده؛ ځكه چې هغه استاذ په ټول وجود سره د قران تلاوت كوی.
عشرت بتول په 1988 ميلادی كال كښې وزیږيده او اوس د حوزې د درسونو په لومړۍ سطحې كښې سبق وايی او په راتلونكی وخت كښې به د قران او حديث په برخې كښې سبق ته دوام وركوی.
376251