IQNA

په كراچۍ كښې د قران كريم اوونۍ ترسره كیږی

9:50 - March 12, 2009
د خبر لمبر: 1755156
د افتخاری خبريالو ډله/ سيد كوثر عباس موسوی: د قران كريم او د اهلبيتو عليهم السلام د ستاينې اوونۍ د دوو ايرانی قاريانو په ګډون سره نن د كب د مياشتې له 21 تر 27 نیټه په كراچۍ كښې ترسره كیږی.
د ايران د افتخاری خبريالو د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په پاكستان كښې د اسلامی وحدت د اوونۍ او د پيغمبر(ص) او د امام صادق(ع) د زوكړې په رارسيدلو سره د قران كريم او اهلبيتو(ع) د ستاينې اوونۍ د دوو ايرانی قاريانو«مسعود سياف‌زاده» او «علی احمدی» په ګډون سره په كراچۍ ښار كښې ترسره كیږی.
دا محفلونه به نن د كب د مياشتې له 21 تر 27 نیټې د دې ښار په بيلا بيلو جماتونو او په امام باړو كښې ترسره كیږی.
دا محفلونه د اسلامی جمهور ايران كلتوری سنټر او د كراچۍ د قرانی بنياد په مرسته ترسره كیږی.
376684
captcha