د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اسلامی علومو او كلتور د څیړنځای په نقل سره رپوټ وركړ: (( د نزديكت زمينې او ظرفيتونه )) غونډه چې د اسلامی مذهبونو ترمينځ د نزديكت د مطالعې د غونډو له لړۍ څخه د اسلامی مراكش او افريقې خصوصی غونډه وه د كب د روانې مياشتې په ٢٠ نیټه د اسلامی علومو او كلتور د څیړنځای د كانفرنسونو په هال كښې جوړه شوه
په دې غونډه كښې چې د دغه څیړنځای د نرم اوزاری غورځنګ د دفتر په همت او د اسلامی مذهبونو د نزديكت د ټولنې د د تحقيقاتی مركز په همكارۍ سره جوړه شوې وه له مراكش څخه سيد عبدالرحيم تهامی او له تنزانيا څخه حميد جلال حميد د اسلامی مذهبونو د نزديكت د ظرفيتونو په زمينه كښې خپل نظريات وړاندې كړل.
په دې غونډه كښې بيان شول چې په مراكش كښې د سنی او شيعه ترمينځ ښۀ تعلقات قائم دی او دا تعلقات تر دې حده دی چې په تانګه سيمه كښې د اهلسنتو درې مدرسې دی چې د درې واړو دينی مدرسو اخراجات د شيعه سوداګرانو لخوا ادا كیږی.
376430