د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په دې ناسته كښې چې نن د اسلامی كلتور او اړيكو د غونډې په كلتوری څانګه كښې ترسره شوه، د اسلامی كلتور او اړيكو د غونډې كلتوری مرستندويی محمود واعظی د پيغمبر(ص) د زوكړی په مناسبت مباركۍ سره سره، په دې لړ كښې ترسره شوی كارونه ناكافی وګڼل او ویې غوښتل چې بايد له هيواده بهر دې له دې زيات قرانی كارونه ترسره شی.
د اسلامی كلتور او اړيكو د غونډې كلتوری مرستدوی د دې خبرې په ټينګار سره چې كلتوری مركزونو لپاره دې د قرانی كارونو لار هواره كړی، وويل: بايد د هر يو كلتوری مركز لپاره دې بيل بيل پروګرامونه په نظر كښې وساتل شی.
هغه همدارنګ هيله وكړه چې په راتلوونكی كال كښې به مونږ لازيات د قران نمايشګاهو، مقابلو او د انقلاب او اسلامی په هكله پوښتنو ته د ځوابونو پروګرامونه په نورو هيوادونو كښې ولرو.
په دې ناسته كښې د اسلامی كلتور او اړيكو په غونډې كښې د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) نماينده ښاغلی «آزاده عقيقی» په يو ګزارش كښې په راتلوونكی كال كښې د قرانی غونډو او مركزونو پروګرامونو ته او په 88 كال كښې د ايكنا پروګرامونو ته په اشارې سره وويل: په ايكنا كښې د نويو 7 ژبو زياتول، په دې خبری اژانس كښې د زړو ژبو حالت ښه كول، د كلتوری مركزونو په شمير د اسلامی كلتور او اړيكو د غونډې څانګې زياتول، د «قرآن د ايرانيانو محصلانو د هنر په ايينه كښې» نمايشګاه په ټولو هيوادونو كښې ترسره كول او د منرمندو محصلانو لیږل او د ژوندی كارګاهانو ترسره كول، په بيلا بيلو هيوادونو كښې د اينځورونو نمايشګاه لږول، دا ټول د ايران د قرانی خبری اژانس له راتلونكی پروګرامونو څخه دی.
هغه زياته كړه: د بيلا بيلو پروګرامو د خبر لپاره د خبريالو لیږل، د «رايحه» په نوم خصوصی مجله خپرول، د قران په اينټرنیټ كښې ښودل، دقرانی مقابلو نقشه جوړول او داسې نور كارونو د دې مركز له راتلوونكی پروګرامونو څخه دی.
په بيلا بيلو هيوادونو كښې د قران سمينارونه، مقابلې او ناستې ترسره كول، حج ته با صلاحيته قاريان لیږل، د قرانونو ترجمه كول، د دينی كتابونو چاپول، د ترجمو جاجول د دې مركز له راتلونكی پروګرامونو څخه دی.
په دې پروګرام كښې همدارنګ د قران او نهج البلاغې د موسسې مدير حجتالاسلام «رضازاده» د قران ریډو مشر «محمدزاده» د اوقافو او خيريه امور د قرانی مقابلو د اموزش د دفتر مشر حجت الاسلام «موسوی» د هيواد د محصلانو د قرانی چارو مشر «رحيم خاكی» او قران كريم د عالی شورا د ارتباطاتو مشر «ميرزاجانی» هم په دې ناسته كښې ګډون وكړ.
375665