د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا اعزازی خبريال د حوزې د خبر د مركز په نقل سره رپوټ وركړ د تنزانیې د امام جعفر صادق (ع) د علميه حوزې مدير حجت الاسلام شيخ حميد جلال حميد د مذهبونو ترمينځ د مطالعې په غونډه كښې چې د قم د اسلامی علومو او كلتور د څیړنې په هال كښې جوړه شو د تنزانيا كلتوری او مذهبی وضعيت ته په اشارې سره وويل شيعه مذهب د ايرانی سوداګرو له لارې تنزانیې ته داخل شو.
په تنزانيه كې شيعه مذهب يو پسنديده مذهب دی او د ايران د اسلامی انقلاب له كاميابۍ او د حضرت امام خمينی (رح) له خوزښت نه وروسته د تنزانیې يو ميليون او پنځۀ لكو خلقو اسلام قبول كړ او د ځان لپاره یې شيعه مذهب غوره كړ
376935