د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په بجنورد كې د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، د ايران د اسفراين ښار د اسلامی تبليغاتو ادارې مشر ښاغلی حجتالاسلام مولانا «محمد چوپانی» د دې ښار د پيام نور پوهنتون مشر سره په يوې ګډې ناسته كې وويل: د وحدت او يووالی راوستلو لپاره فعاليتونه بايد پراخ شی، او يو ټولی سره دې خاص نه شی.
هغه وويل د دې ناستی د تر سره كولو مقصد د زده كوونكيو جذبول او د مذهبی مسايلو او د مسلمانانو په مينځ كې د وحدت كلتور د پراخوالی لپاره دوی ته تعليم وركول وګاڼه.
ښاغلی چوپانی وويل: د دښمن د دسيسو او د مسلمانانو په مينځ كې د اختلاف اچولو ته په پام سره بايد داسې كار وكړو چې د اسلام دښمنان په مونږ حكومت ونه كړی، او له مونږه مايوسه شی.
د ايران د اسفراين ښار د اسلامی تبليغاتو ادارې مشر په پاې كې يادونه وكړه: چې يوازې د اسلام سوری او اتحاد سره كولې شو چې سوپر پاور په مقابل كې اودریږو او هغو ته ماتې وركړو.
377105