IQNA

مسلمانانو له ملګرو ملتونو غوښتنه كړې ده چې د دينونو په سپكاوی دې پابندی ولګول شی

9:51 - March 14, 2009
د خبر لمبر: 1755682
نړيواله ډله: مسلمانو هيوادونو د ملګرو ملتونو د انسانی حقونو شورا ته په يو ليك كښې ليكلی دی چې د الهی دينونو د سپكاوی نه كيدو لپاره دې قانون جوړ شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فرانس د رسمی خبری اژانس (AFP) یې نقلوی، د پاكستان حكومت د اسلامی هيوادنو د كنفرنس په نمايندګۍ كښې په دې ليك كښې په لويدیځو هيوادونو كښې د الهی دينونو د سپكاوی په زياتيدو نيوكه كړې ده او دا خبره یې د دينی جګړو د زياتيدو سبب ګڼلې ده.
همدارنګ د پاكستان حكومت د اسلامی هيوادنو له خوا په نمايندګۍ كښې له دې ليك كښې په دې خبرو هم نيوكه كړی چې اسلامی چې د صلحې دين دی هغه دې ولې د يوولسم ستمبر له پیښه وروسته د تيروريسم سره وتړلی شی او د اسلام له زياتيدو ولی ويریږئ.
پاكستان وړاندې د ډنمارك په ورځپاڼو كښې د پيغمبر(ص) كاټونونو ته په اشارې سره ويلی دی: د ځينو دينونو صحيح مخ عام خلكو ته نه دی څرګند شوی او خرابه څيره یې څرګندیږی چې دا سبب شوی دی چې ځينې خلك بې له څه ويرې د هغوی سپكاوې كوی.
په دې ليك به د ملګرو ملتونو د انسانی حقونو په شورا كښې په راتلونكی ناستې كښې بحث او څیړنه كیږی. خو ځينې لويدیځو هيوادونو له وړاندې د دې ليك څیړنې سره مخالف كړی دی.
377432
captcha