IQNA

د ثقلين حديث د وحدت د پوره كيدو محور ګرځيدی شی

9:51 - March 16, 2009
د خبر لمبر: 1756277
فكری ډله: په اختلافی مسائلو كښې په دينی اجتهادات او استنباطات كښې د اختلاف باوجود د ثقلين د حديث په شان د طرفينو د قبول وړ مباحثو د محور په ګرځولو سره غوره وحدت ته رسيدې شو.
حجت الاسلام والمسلمين محـمد مهدی زارعی ګلپایګانی د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا له فكری سرويس سره په مركه كښې د اسلامی وحدت د رامنځته كولو د محورونو د بيانولو په ترڅ كښې وويل:اسلامی مذهبونه د توحيد، نبوت، معاد، قران او د اهلبيتو (ع) د فضائلو په شان په محوری اصولو كښې وحدت او د نظر اتفاق لری.
هغۀ په دوام كښې وويل: د مذهبونو ترمينځ د وحدت په تعريف كښې بايد غور وكړو چې وحدت په دې معنا نۀ دی چې څوك له هغې عقيدې څخه چې ورته رسيدلی وی او هغه حق ګڼی په لازمه توګه لاس واخلی. په حقيقت كښې د يو خدای پاك پرستش او عبادت د ټولو الهی دينونو ترمينځ د اشتراك ټكی دی چې ټولو اشتراكاتو محور ګرځيدی شی.
د علميه حوزې دغه مدرس څرګنده كړه: كه له نورو اهل كتابو سره د اسلام وحدت او يووالی تر دې حده د تصور وړ دی نو بيا به د اسلامی مذهبونو ترمينځ وحدت او اوليت كښې زيات د نظر وړ او زياترو اصولو باندې وی. خپله پاكو اهلبيتو (ع) هم د وحدت او يووالی مسئلې ته خاصه پاملرنه كړې ده لكه د نهج البلاغه په ٧٨ نمبر ليك كښې چې حضرت امام علی (ع) ابو موسی اشعری ته ليكلی دی فرمائی: (( هیڅ څوك د پيغمبراكرم (ص) د امت په وحدت او يووالی باندې له ما نه زيات حريص نشته. ))
هغۀ زياته كړه امام علی (ع) په هر ډول حالاتو كښې په رامنځته شويو اختلافاتو او حوادثو باندې صبر وكړ چې په مسلمانانو كښې تفرقه پيدا نۀ شی.
هغۀ دا خبره په ګوته كړه چې په تاريخ كښې د وحدت په ضرورت باندې بحث او د پخوانيو علماء لخوا د وحدت اهتمام زيات ليدل كیږی لكه په تاريخ كښې وينو چې د شيخ مفيد زياتره شاګردان سنيان وو او د هغۀ د درس په غونډو كښې به یې ګډون كوۀ او حتی اجازتنامې به یې د شيخ مفيد لخوا حاصلولې.
377499
captcha