IQNA

په غنا كښې د قران كريم سترې سيالۍ جوړې شوې

9:47 - March 16, 2009
د خبر لمبر: 1756280
د قرانی فعاليتونو ډله: د قران مجيدسترې سيالۍ د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز په همت او د آكرا پوهنتون په همكارۍ سره په دغه پوهنتون كښې د كب د مياشتې په ٢٣ او ٢٤ نیټه جوړې شوې
د ايران د قرانی خبرې اژانس (ايكنا) د رپوټ له مخې دغه سيالۍ د غنا د نهو صوبو د ديرشو نامتو قاريانو په شتون سره جوړې شوې.
په دغو سياليو كښې ګډون كوونكو د ټول قران مجيد د حفظ، د ١٥ پارو د حفظ او د قران مجيد د قرائت په څانګو كښې سيالۍ وكړې.
ښځو قاريانو په اول ځل د سياليو په دغه دوره كښې ګډون وكړ او د قران مجيد د قرائت په برخه كښې یې اعلې رتبې تر لاسه كړې. د دغو سياليو د قضاوت مسئوليت د غنا د داورانو په غاړه ؤ.
378202
captcha