IQNA

د موعود انتظار د مومنانو په وړاندې يو لوړه جهان بينی ګرځولې ده

9:54 - March 16, 2009
د خبر لمبر: 1756281
د اعزازی خبريالانو ډله/ نجيبه خروشی: د حضرت امام مهدی (ع) انتظار يو لوړه جهان بينی او روښانه راتلونكی د مومنانو په وړاندې ګرځولی دی
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا اعزازی خبريال د اردبيل د ګورنر هاوس د نړيوالو چارو د عامه تعلقاتو د ادارې په نقل سره رپوټ وركړ: د اردبيل ګورنر منصور حقيقت پور چې د منتظرو پوهانو د ټولنې د ځوانانو په غونډه كښې خبرې كولې د دې په بيانولو سره چې د اسلام غنی او انسان جوړوونكی مكتب انسان په زمكه كښې د الهی خليفه په توګه ګڼی وويل: كلتوری فعالان دغه مهم ركن ته په پام سره پكار دی كلتوری پېښې او اجتماعی زيانونه د نظرياتو او وړانديزونو په وړاندې كولو سره په دې زمينه كښې ټينګار وكړی.
هغۀ د دې په بيان سره چې پكار دی اجازه ورنكړو چې له ځوانانو او زلميانو سره د اړوندو روزنيزو ادارو ترمينځ نۀ غږملتيا هويتی او كلتوری مشكلاتو د څرګندېدو سبب شی ، د اسلامی كلتور د تعليماتود غنی توب او د اردبيل له وياړ نه د ډكې مخينې يادونه وكړه او وې ويل: په هيواد كښې موجوده زمكنۍ بشپړتيا او ملی وحدت د اردبيل منجمله د صفويانو د حكومت احسانمند دی او مونږ بايد تل په دې وياړ وكړو. په دې غونډه كښې د منتظرو پوهانو د ټولنې مسئول مجيد حبيبی هم د دې ټولنې د جوړولو مقصد د مينه والو زده كوونكو مذهبی او علمی ودې سره مرسته ذكر كړه.
هغۀ د دې په اعلان سره چې تر اوسه د دې مركز لخوا مختلف پروګرامونه لكه له كارخانو څخه كتنه، د علمی، كلتوری او مذهبی كلاسونو او مختلفو كيمپونو جوړول اجرا شوی دی زياته كړه: د دې ټولنې زده كوونكی تر اوسه په فارسۍ ژبه په لغت نامې، متلونو او د موبائلونو د مرمتولو په زدكړې مشتمل درېو نرم اوزارو په برابرولو كښې كامياب شوی دی او د لائن د تعقيب رابطه كوونكی او د موبائل لاسی چارجر باندې مشتمل دوه ايجادات یې په ثبت رسولی دی.
377087
captcha