د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا د رهبرۍ د معظم مقام د دفتر د اطلاع رسونې له مركز په حوالې سره رپوټ وركړ، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د كب د مياشتې په ٢١ نیټه د تركیې د ولسمشر ښاغلی عبدالله ګل او ورسره د پلاوی په كتنه كښې د تعلقاتو د پراختيا لپاره د دواړو هيوادونو ظرفيتونه زيات پراخه وبلل او تاكيد یې وكړ ايكو د اقتصادی همكاريو د پراختيا لپاره يوه نمونه ده خو ايران او تركيه د دوو اثركوونكو او مهمو هيوادنو په توګه په سياسی امنيتی او خدمتی زمينو كښې د تعلقاتو د پراختيا قابليت لری.
هغوی د همكاريو له مخكښې نه د لا زياتو پراخولو لپاره د ايران او تركیې د ولسمشرانو له موفقې څخه د خوشحالۍ په څرګندولو سره څرګنده كړه: د ايران له لارې پاكستان او د ايشيا جنوب لويدیځ ته د تركیې د ريل د پټلۍ غزول د دواړو هيوادونو د روابطو د پراختيا د ظرفيتونو يوه نمونه ده چې كولې شی په نورو برخو كښې هم عموميت پېدا كړی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر زياته كړه: البته د تعلقاتو دا پراختيا يو لړ دښمنان لری چې هغه صهيونيسټان او امريكايان دی خو ايران او تركيه بايد د هغوی د غوښتنو په مقابل كښې او د خپلو ګډو ګټو په بنياد حركت وكړی.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای پخلی وكړ د همكاريو د پراختيا اراده دواړو خواو كښې موجوده ده ، ځكه د ايران حكومت د فعاليت، كار او كوشش حكومت دی او دا روحيه د تركیې په حكومت كښې هم ليدل كیږی.
هغوی د مينځنی ختیځ مسائلو ته په اشارې سره د فلسطين مسئله د اسلامی نړۍ تر ټولو وړومبۍ مسئله وبلله او زياته یې كړه. تركیې دغزې په مسائلو كښې ښۀ رول ولوبوۀ او د داووس په غونډه كښې د تركیې د وزيراعظم ښاغلی اردوغان اقدام ډېر غوره اقدام ؤ.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د عراق او افغانستان اوسنی حالت د سيمې له نورو مسائلو څخه وبللې او څرګنده یې كړه: امريكه د افغانستان او عراق په قضيو كښې د سترې خطا او غلطۍ مرتكبه شوې ده او د غزې په مسئله كښې د امريكې د اوسنی حكومت دریځ هم د امريكې يوه بله ستره خطا ده.
هغوی تاكيد وكړ: د امريكې حكومت په هم هغې پخوانۍ لارې د دوام په حال كښې دی او د خطاګانو د د تلافۍ لپاره د كوشش كولو هیڅ نښه نښانه په نظر نۀ راځی.
هغوی وويل د اسلام دښمنان غواړی چې د اسلام بيرغ د اسلامی هيوادونو او د ايران د اسلامی جمهوريت له لاسو نه واخلی او هیڅكله به دې هدف ته ونۀ رسی.
په دې كتنه كښې چې ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد هم پكښې شتون درلود د تركیې ولسمشر ښاغلی عبدالله ګل د سيمې او اسلامی نړۍ په سطح د دواړو هيوادونو تعلقات يو نمونه وبلله او وې ويل: د تركیې حكومت د ايران له اسلامی جمهوريت سره د همكاريو د سطحې په لوړولو كښې كلكه اراده لری.
هغۀ د ايكو د پياوړتيا په لازموالی باندې په پخلی سره څرګنده كړه: د ايران اسلامی جمهوريت او تركيه د رېښمو د لارې ( جاده ابرېشم ) د بيا ژوندۍ كولو توان لری:
د تركیې ولسمشر همدا رنګ د فلسطين مسئله د نړۍ او د اسلامی دنيا مهمه مسئله وبلله او زياته یې كړه اسلامی هيوادونو ته پكار دی چې له مخكښې نه په لا زيات يووالی او اتحاد سره د فلسطين د خلقو د مصيبتونو او دردونو د كمولو او د هغوی د حقوقو د حاصلولو لپاره كوشش وكړی.
376458