IQNA

د غزې د ماشومانو او ښځو د حالت د سمولو كمیټۍ له وخته وړاندې ناسته

9:52 - March 16, 2009
د خبر لمبر: 1756308
نړيواله ډله: د عربو د اتحادیې له خوا هغه دوه كمیټۍ چې د غزې د حالت د څیړلو لپاره جوړې شوی دی، پرون د شنبې په ورځ د كب د مياشتې په 24 نیټه د فلسطين د ماشومانو او د ښځو د حالت د ښه كولو لپاره په قاهره كښې له وخته مخكښې ناسته ترسره كړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له sana، یې نقلوی، په دې ناسته كښې د عربی او اسلامی پينځلسو هيوادونو نمايندګانو ګډون وكړ، ګډون كوونكيو د فلسطين د خلكو د امداد رسولو په هكله خبرې اترې وكړی.
د عربو د اتحادیې د ستكر سكتر مرستيال «سيما بحوث» په دې هكله وويل: مونږ كوشش وكړ چې د په هغه بيلا بيلو لارو خبرې وكړې چې په كومو وروڼه خويندې فلسطينی خلكو سره مرسته كولی شی هيله من يم چې دا خبرې اترې د غزې د ماشومانو او ښځيو لپاره ښه اثر ولری.
هغه له ملګرو ملتونو د فلسطينانو ماشومانو او ښځو لپاره د مرستې غوښتو سره سره وويل: د دې ناستې د اهميت دليل دا دی چې مادی او معنوی مرستې له عربو ځوانانو او ماشومان له خوا رسیږی نو كيدی شی دا د دې سبب شی چې ملګری ملتونه هم د لازياتې مرستې په فكر كښې شی.
د عربو د اتحادیې د ستكر سكتر د فلسطين په چارو كښې مرستيال وويل: په دې ناستې كښې ګډون كوونكيو له ډېر بحث او خبرو وروسته دا اراده وكړه چې عربی هيوادونه دې په بيلا بيلو طريقو انسانی مرستې فلسطين ته ولیږی. او د غزې د ماشومانو د حمايت لپاره دې سمينارونه ترسره كړی.
378044
captcha