IQNA

د فلسطين بيلګه ناسته به نن ترسره كیږی

9:46 - March 16, 2009
د خبر لمبر: 1756312
نړيواله ډله: د فلسطين ناسته به د ايران، لبنان او فلسطين د نمايندګانو په ګډون سره نن د يكشنبې په ورځ د كب د مياشتې په 25 نیټه او د اسلامی وحدت نړيوال سمينار په خوا كښې په تهران كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، دا ناسته به نن د مسجدالاقصی د خطيب او مفتی« شيخ عكرمه صبری» او د مجمع تقريب د علمی هيئت د ستر سكتر او نړيوال مرستيال «محمد حسين تبرائيان» په ګډون سره ترسره كیږی.
د قدس د نړيوال كانفرنس ستر سكتر او فلسطين د خلكو د حقونو حمايت كوونكی «جت‌الاسلام والمسلمين «محتشمی‌پور» او د فلسطين د حماس جنبش نماينده «ابو اسامه عبدالمعطی» به په جمهوری اسلامی ايران كښې د دې ناستې له ويناوالو وی.
همدارنګ په ايران كښې د حركت جهاد اسلامی فلسطين نماينده «ابوشريف» او په ايران كښې د حزب الله نماينده «عبدالله صفی‌الدين» به په دې ناستې كښې وينا كوی.
378074
captcha