IQNA

د اسلام نننۍ عزت د ايران د لوی جهاد نتيجه ده

9:47 - March 16, 2009
د خبر لمبر: 1756319
سياسی ډله: نن د اسلام او ايران د سرلوړی ورځ ده او بايد ووايو چې دا ټوله د ايران د مسلمان او مؤمن امت او په بيله توګه د كليوالو كسانو له ځان تيرو او كوششونو نتيجه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د قوه قضائيه له عمومی رابطو یې نقلوی، د قوه قضائيه مشر ايت الله سيد محمود هاشمی شاهرودی د شنبې په ورځ ماځیګر د كب د مياشتې په 24 نیټه د لرستان د كليو مشرانو سره په ليدنه كښې د پيغمبر(ص) او د امام صادق(ع) د زوكړې مباركۍ سره وويل: ده ده ميلاده د ايران ډېر لوی مناسبتونه دی.
هغه زياته كړه: نن د اسلامی او ايران د سرلوړی ورځ ده او بايد ووايو چې دا ټوله د ايران د مسلمان او مؤمن امت او په بيله توګه د كليوالو كسانو له ځان تيرو او كوششونو نتيجه ده.
هاشمی شاهرودی د هيواد د درې واړو قوتونو سره تعامل او كار او د ايران د ستر لارښود په لارښوونې سره هيله من كيدې شو چې د كليو مسلې او مشكلات به ختم شی.
378018
captcha