IQNA

د اسلامی كانفرنس د غونډې ستر سكتر غزې ته ورسيد

9:52 - March 17, 2009
د خبر لمبر: 1756780
نړيواله ډله: د اسلامی كانفرنس د غونډې ستر سكتر «اكمل‌الدين احسان اوغلو» پرون د يكشنبې په ورځ د كب د مياشتې په پينځه ويشتمه نیټه د اسرائيل په حملو كښې د خراب شوی ځايونو د ليدلو لپاره غزې ته ورسيد.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «World Bulletin» یې نقلوی، احسان اوغلو د اسرائيلو په 22 ورزو جنګ كښې د غزې روان شوی ځايونو د جاجولو او د حماس مشرانو سره د دې ځايونو د بيا ودانولو او پاتې شويو كسانو سره د مدد كولو لپاره دې ښار ته راورسيد.
اوغلو خبريالو سره په خبرو كښې وويل: هيله من يم چې دا خبرې به د تير شوی خبرو بشپړوونكی وی كومې چې د اتحاد په هكله شوی دی.
د عدالت وزير «محمد القول» هغوی ته د په خير راغلی سره سره وويل: دا كار د دې خبرې يادونه كوی چې غزه له خلكو نه ده هيره شوی او د اسرائيل د محاصرې د خلاصولو لپاره كوشش اوس هم جاری دی.
د اسرائيل ظالم له خوا په شوی حملو كښې 1500 كسان شهيدان شوی دی چې دريمه برخه یې ماشومان دی او همدارنګ په دې حملو كښې 5300 كسان ژوبل شوی دی.
378412
captcha