د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د نړيوالو خبريالو په ګزارش چې د دوه ويشتم نړيوال اسلامی وحدت كانفرنس له ځايه یې نقلوی، د افغانستان وړاندينې اولس مشر «برهانالدين ربانی» پرون په تهران كښې د كب د مياشتې په 25 نیټه په دې سمينار كښې په خپلې وينا كښې وويل: د افغانستان د خلكو لپاره د استعمار د ټولو دسيسو او سازشونو باوجود هم مونږ د وحدت او ورورولۍ په لور روان يو او د دې دسيسو روښانه بيلګه مونږ د روسيانو په جنګ كښې په افغانستان كښې وليده.
برهانالدين ربانی زياته كړه: مونږ په افغانسان كښې يو كړكيچ سره مخامخ يو او خپلې مخې ته ډېر خنډونه لرو خو د دې ټولو مشكلاتو سره سره بيا هم په سرلوړی سره ژوند كاوو او ډېر توفيقات مو ترلاسه كړی دی. نن په افغانسان كښې د شيعه او سنی ترمينځ ورورولی زياته ده كه څه هم په دې هيواد كښې قبيله ای او نسلی مشكلات ډېر دی خو دا ټول بې برخې وو او څه نتيجه یې ونه لرله.
هغه زياته كړه: كه نور هيوادونه يو قدرت ته د رسيدلو لپاره اتحاد اړمن دی نو مونږ مسلمانان له انسانی نظره بلكه د خپلې اسلامی پيژنګلو لپاره اتحاد ته زيات اړمن يو.
برهان الدين ربانی د خبرو په پای كښې وويل: د اوسنۍ زمانې ځينې انديشمندانو لكه «سيد جمالالدين اسدآبادی» او امام خمينی (ره) او د ايران ستر لارښود د مسلمانانو د اتحار لپاره ډېرې هڅې وكړی او مونږ نن د وحدت لپاره له دې زيات كوشش ته اړمن يو.
378466