IQNA

د وحدت ترلاسه كول ډله ايزو هڅو ته اړمن دی

9:50 - March 17, 2009
د خبر لمبر: 1756782
نړيواله ډله: د مسلمانانو تر مينځ وحدت راوستل يوازې يو كلتوری حركت نه دی؛ بلكه يو ډله ايز حركت دی چې ډېرې زياتې لازمې لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د نړيوالو خبريالو په ګزارش چې د دوه ويشتم نړيوال اسلامی وحدت كانفرنس له ځايه یې نقلوی، د نجف اشرف د جمعې امام «صدرالدين قپانچی» پرون د كب د مياشتې په 25 نیټه د دې پروګرام د ختميدو په موقع وويل: د عراق خلكو د دې هيواد په اخيرنی ټول ټاكی كښې په د دې هيواد په تاريخ ډېر لوی بدلون راوستی دی.
قپانچی وويل: له ټول ټاكنې وروسته د شمير له مخې د عراق سنی مسلمانانو له شيعو زيات په ټول ټاكنې كښې ګډون كړی و او دا مسله يوه كمزوری نه بلكه يوه سياسی پیښه ده.
هغه زياته كړه: نن عراقيان په ټول غور او فكر سره د بهرنيو فوځيانو او امريكې په وړاندې ولاړ دی ځكه چې هغوی د ډموكريسی په غږ سره دلته راغلی خو ځان یې ډېر په كړكيچ كښې وليد او ډېرو ستونزو او خنډونو سره مخامخ شول.
قپانچی په اخر كښې وويل: وحدت يو داسې څيز دی چې بايد وغوښتې شی نو په لاس راځی لكه په لبنان كښې چې خلكو وغوښتل چې يو بدلو راولی نو وحدت یې وكړ او ورپسې په خپله كاميابی راغله.
378506
captcha