د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د بهرنی چارو د مطبوعاتو او اطلاعاتو له وزارته یې نقلوی، د جمهوری اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متكی د رسمی ليدنې لپاره په رياض كښې دی، تيره شپه د كب د مياشتې په 25 نیټه یې د سعودی عرب باچا ملك عبدالله سره خبرې وكړی.
متكی وويل: د دواړو هيوادونو اړيكې يو نوی حركت ته اړمن دی او د سيمې نړيوال حالت دا اړتيا لری چې دا دواړه هيوادونه دې يو بل سره زياتې خبرې اترې وكړی.
د جمهوری اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متكی زياته كړه: په دې حالاتو كښې اسلام ته ډېره كاميابی ترلاسه شوې ده او او دښمنانو يو بل پسې ډېرې ماتې خوړلی دی.
متكی زياته كړه: تفرقه او جدايی د اسلام د دښمنانو د خوشحالۍ سبب كیږی او بايد د دې خبرې د مقابلې لپاره هڅه وكړې شی
ملك عبدالله هم په دې ليدنه كښې وويل: مونږ ايران ته ډېر په درنه سترګه ګورو د ايران ملت يو ډېر لوی او ښه تاريخ لرونكې هيواد دی او زمونږ ايران سره اړيكې د اسلامی عقيدو، ګاونډی توب، ورورولۍ او رښتونولۍ په لړ كښې دی.
378337