IQNA

د فلسطين د سياسی كاميابۍ لپاره په خپلو كښې د برابرۍ وخت رارسيدلی دی

9:33 - March 17, 2009
د خبر لمبر: 1756786
سياسی ډله: د دښمنان يو بل پسې ماتی د هغوی رعب مات كړی دی او رژيم صهيونيسټی په تيرو دوو كالو كښې نه يوازې له يو مزبوت فوځه بلكه يوازې د مقاومت له ډلو ماتې خوړلې ده او اوس د فلسطين د سياسی كاميابۍ لپاره په خپلو كښې د برابرۍ وخت رارسيدلی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د بهرنی چارو د مطبوعاتو او اطلاعاتو له وزارته یې نقلوی، د جمهوری اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متكی د سعودی عرب د بهرنيو چارو د وزير سعود الفيصل په هركلی سره دې هيواد ته ورسيد او د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو لومړۍ خبرې پيل شوې.
منوچهر متكی وويل: دا دواړه هيواده ډېر زيات شتمن دی او كولی شی چې د دې سيمې او د اسلامی نړۍ د وحدت او ارام لپاره ډېر ګټه ور ثابت شی.
زمونږ د هيواد د بهرنيو چارو وزير وويل: د دښمنان يو بل پسې ماتی د هغوی رعب مات كړی دی او رژيم صهيونيسټی په تيرو دوو كالو كښې نه يوازې د يو مزبوت فوځ بلكه يوازې د مقاومت له ډلو ماتې خوړلې ده او اوس د فلسطين د سياسی كاميابۍ لپاره په خپلو كښې د برابرۍ وخت رارسيدلی دی.
د سعودی عرب د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل هم وويل: ځينې مشكلات لكه د صدام ځينې غلط سياستونه د دې سبب شول چې بهرنی كسان دې دې سيمې ته راننوځی او دا سيمه دې بيلا بيلو ستونزو سره مخامخ شی او اوس يوازې وحدت داسې لار ده چې د دې مشكلاتو د حل لاره ده.
هغه زياته كړه: مونږ په دې خبره ډېر خوشحال يو چې ايران د دې سيمې د مشكلاتو د هوارولو د نورو اسلامی هيوادونو مرسته ته پام كوی او په دې لارې كښې له خپلو توانونو ګټه اخلی.
378338
captcha