د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا اعزازی خبريال د خيمه اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ: له ټولې برطانیې څخه مسلمانان تاجدار مدينه اسلامی مركز كښې راغونډ شول چې د رسول الله (ص) د ميلاد جشن وكړی. په دغو مراسمو كښې د برطانیې د مسلمانانو مفتی هم ګډون لرۀ. د تاجدار مدينه جومات امام سيد اعجاز حسين ميلمنو ته وينا وكړه.
د مراسمو په اخېر كښې پنځو تنو هغو كسانو ته چې د قران مجيد په حفظ كولو كښې بريالی شوی وو ورته په عمره كښې د ګډون لپاره انعامونه وركړې شول.
378644