د تمدن ټيلی ويژن په نقل سره د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د افغانستان د اسلامی جمهوريت د څانګې د رپوټ له مخې د كابل د پنجاب جامع جومات او د دغه ښار د رسالت جومات شورا د دې مطلب په اعلانولو سره د رسول اكرم (ص) او حضرت امام جعفر صادق (ع) د ميلاد د مراسمو په مراسمو كښې د زرګونو مسلمانانو كوربانه وه
د دغو مراسمو په ويناګانو كښې وويل شول چې د اسلام مبين دين په خپلو خاصو ځانګړتياو سره همدا اوس د نړۍ په ٥٢ هيوادونو كښې رښتونی پيروكار او حقيقت لټوونكی لری او په ټوله نړۍ كښې د دغه دين مينه وال دغه دين قبلوی چې دا د خدای د ګران رسول (ص) د كوششونو او د امام جعفر صادق (ع) د روښنايانو نتيجه ده چې هغوی په خپل ژوند كښې انسانانو ته ډالۍ كړ او د خدای په مرستې سره به د اخيری حجت ظهور به هم رامنځته شی.
378265