د استنبول د قرانی موسسې مسئول او د جامعه المصطفی (ص) العالميه د قران او حديث لسم نړيوال المپياد ته د تركیې لیږل شوی قاری ميكائيل ګورل د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د قم له څانګې سره په مركه كښې د دې مطلب په بيان سره وويل: زما لپاره دا خبره ډېره په زړۀ پورې وه چې د سږ كال ګډون كوونكی له قرقيزستان ، تاجيكستان او آذر بائيجان هيوادونو څخه چې څو لسيزې مخكښې د كميونيسټانو د قيموميت مركزونه وو د نظر وړ ګډون درلود.
ګورل په تركيه كښې د اهلسنتو د ٢٣ قرانی موسسو په همكارۍ سره د قران مجيد د مباركو ايتونود مفاهيمو ( د ترجمې او معنې ) سراسری سياليو له جوړېدو څخه خبر وركړ او څرګنده یې كړه تر اوسه پورې پنځو زرو كسانو په دغو سياليو كښې چې د راتلونكی ميلادی مياشتې په ٢٦ نیټه به جوړیږی خپل نومونه ليكلی دی:
د جامعه المصطفی (ص) د قران او حديث څوارلسم نړيوال المپياد د كب د روانې مياشتې له ١١ نه تر ٢٠ نيتې پورې تقريباً د دريو زرو بهرنيو طلباو د هغوی د ميرمنو او بچو په ګډون سره په قم كښې له شلو نه په زياتو څانګو كښې جوړ شو.
378681 .