د ايران د قرانی خبری اژانس د افغانستان د اسلامی جمهوريت د څانګې د رپوټ له مخې په دغو مراسمو كښې چې د كب د روانې مياشتې په ٢٦ نیټه د مزار شريف په خديجه الكبری (س) كښې وشول له پنځوسو نه زياتو هلكانو جينكو له خپلو والدېنو او مربيانو سره د خپل مكلف كېدو د جشن مراسم جوړ كړل.
دا مراسم چې د نوموړی جومات او د شفا قرانی موسسې د اول نمبر مكتب القران په هڅو سره وشول د خدای د ګران رسول (ص) ، حضرت امام جعفر صادق (ع) ميلاد او د وحدت اونۍ ته په پام سره د دغو ورځو په مناسبت يو لړ مختلف رغوونكی پروګرامونه وشول
د قاری پاك نژاد په قول د دا ډول د فعاليتونو د لا زيات ښۀ كولو او رنګين كولو لپاره چې د ذهنونو بيداروونكی دی كوشش به وشی چې په راتلونكو نزديو وختونو كښې به د زلميو د لا زياتو ډلو د دا ډول جشنونه جوړ شی.
378922