IQNA

د قران د اثارو كيفيت د هغې د جوړوونكيو په پوهې پورې تړلی دی

8:12 - March 18, 2009
د خبر لمبر: 1757247
هنری ډله: د ايران سنيما هله ښه حالت لرلی شی چې د هغې جوړونكی په داسې ډګرونو كښې ډېره پوهه ولری.
د ايران په سنيما كښې يو كاركوونكی «عبدالرضا اكبری» د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د ايران سنيما له انقلابه وروسته په يو داسې لار راونه ده چې ښه په روښانه پكښې معنويت ليدلی شی خو فلمونو او نورو اثارو ته یې د كتلو انداز بيلا بيل دی. په ځينې اثارو كښې یې ورته اخلاقی او ځينو كښې یې دينی او قرانی شكل وركړی دی.
بايد دې ته پام وكړو كله چې مونږ د سنيما د دينی چارو خبره كوو نو مطلب مو يوازې د قران داستانونه نه دی بلكه هغه فلمونه مو هم مراد دی چې د قران هغه مفاهيم پكښې بيانیږی چې له دې اسمانی كتابه اخستی شوی وی.
د ايران سنيما په يوه داسې لار روانه ده چې له ټولو كمو سره سره په هغې كښې د اخلاقو خپل مقام دی نو تر كومه چې ممكنه وی د داسې سنيما دې حمايت وشی.
379041
captcha