IQNA

په مزار شريف كې د وحدت اوونۍ ولمانځل شوه

8:18 - March 18, 2009
د خبر لمبر: 1757257
سياسی او ټولنيزه ډله: د افغانستان په مزار شريف كې ميشتۀ په سلګونو ښاريانو د پغمبر اكرم د زوكړې او د امام صادق عليه السلام ميلاد جشن د دې ښار په مذهبی او دينی ځايونو كې د وحدت اوونۍ په مناسبت ولمانځل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان څانګې د يو راپور پر اساس، د مزار شريف ښار دينې مدرسې او د مجتهدانو دفترونه د امامت او ولايت په سلګونو مينه والو كوربا ؤ چې د وحدت اوونۍ په مناسبت راجمع شوی وو.
په همدې مناسبت په مزارشريف كې د حضرت اية الله سيستانی په دفتر كې حجت الاسلام «حسينی نژاد» په خپلې وينا كې وويل:بې شكه نن سبا زمونږ اولس او معاشرې ته د وحدت او يووالی ډير ضرورت دی هغه وحدت چې د پيغمبر اكرم (ص) د رسالت په پيليدو سره پيغمبر اكرم ټولو قبيلو ته د هغه بلنه وكړه او دغه اتحاد او يووالې ضرورت نن ټولو اسلامی هيوادونو ته شته.
د مزار شريف اهل سنت عالم ښاغلی «مولوی وهاب» هم په ثقلين دينی مدرسې كې خپلې وينا كې وويل: چې نن شيعه او سنيان دواړه وحدت او يووالی ته اړتيا لری او نن مونږ په دغه نتيجې رسيدلی يوو چې كه چرې زمونږ اتحاد او يووالې نه وی نو مونږ ته به ډيرزيانمن شو، ځكه چې دښمنان د مسلمانانو په ضد په دسيسو بوخت دی او مونږه اوده يو بايد بيدار شو او څه سوچ او فكر وكړو. او يو بنيادی قدم واخلو.
378271
captcha