د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «ArabNews» ورځپاڼې یې نقلوی، د مكې مكرمې امير، الفيصل پرون د كب د مياشتې په 27 نیټه په جده كښې د ملك عبدالعزيز د پوهنتون محصلانو ته وويل: كوم تبليغات او مشهورتياوې چې د اسلام په خلاف كیږی او اسلام د اسلامی هيوادونو د شاته پاتی والی سبب ګڼل كیږی، دا ډېره بده خبره ده.
هغه د "ميانه روۍ" په هكله خبرې كولی او ویې ويل: اعتدال او ميانه روی د پرمختللی مسلمانانو د ژوند طريقه ده.
دا وينا يو له هغې ناستو او خبرو څخه ده چې خالد الفيصل د دې كال له لومړيو ورځو تر اوسه یې كوی.
379546