IQNA

سكاټلينډ، د اسلامی سرمايه ګزارۍ د نړيوال سمينار كوربا

10:24 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757672
نړيواله ډله: د اسلامی سرمايه ګزارۍ لومړنۍ نړيوال سمينار د اپريل په مياشته كښې د سكاټلينډ په «ادينبورگ» ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، چې د «الشرق الأوسط» نړيوالې ورځپاڼې یې نقلوی دا سمينار به د سكاټلينډ د مالی مؤسسې او د دې هيواد د اسلامی سرمايه ګزارۍ شورا په مرسته چې په ګلاسكو كښې ده ترسره كیږی.
د دې سمينار د ترسره كيدو مقصد د اسلامی اصولو پر اساس له سرمايه ګزاريو په لاس راغليو څيزونو څیړنه ده .
د سكاټلينډ د اسلامی سرمايه ګزارۍ د شورا مشر شيخ عمر په دې هيواد كښې د اسلامی سرمايه ګزارۍ پرمختګ ته په وويل: ډېرو كمپنيو په خپلو اقتصادی كارونو كښې له اسلامی سرمايه ګزارۍ څخه په ګټه اخستلو خپل درخواستونه راكړی دی.
هغه په اخر كښې زياته كړه: د بازار اوسنې حالت د دې خبرې څرګندونه كوی چې خلك په خپلو اقتصادی كارونو كښې اخلاق او ارزښت غواړی او د اسلامی سرمايه ګزارۍ اساس، اخلاق دی.
379557
captcha