IQNA

د خپلو خپلوانو ليدل د اسلام او قران له نظره يو ښه سنت دی

10:19 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757673
د قرانی علمونو ټولنه: د نوروز اختر د خپلو خپلوانو د ليدلو شورو ده چې دا د اسلام له نظره يو ښه سنت او طريقه ده چې په قران كښې د خپلولۍ د مزبوتولو لپاره تل په هغې باندې ټينګار شوی دی.
په علم او دين حوزه كښې د قرانی علمونو څیړاندې «عليرضا محمدی»، د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د بهار فصل او د زرغونيدو وخت يو ډېر مناسب وخت دی چې خپل خپلوان يو بل كره لاړ شی او د نوی كال په مناسبت خوشحالی وكړی.
هغه وويل: د خپلو خپلو خيال ساتل دومره اهميت لری چې خدای پاك هغه د خپل عبادت په لړ كښې ګڼلی دی او فرمايی: (وَاعـْبـُدُوا اللّهَ وَ لا تـُشـْرِكـُوا بـِهِ شـَیـْئاً وَ بـِالْوالِدَیـْنِ اِحـْسـانـاً وِ بـِذِى الْقـُرْبـى ...)؛ او خدای عبادت وكړئ او هیڅ څوك هغه سره مه شريكوئ او خپل مور پلار او خپلوانو سره نيكی كوئ.
او په بل ځای كښې فرمايی: (وَاتَّقُوا اللّهَ الَّذى تَسائَلُونَ بِهِ وَ الاْرْحامَ اِنَّ اللّهَ كانَ عَلَیْكُمْ رَقيباً)؛ له هغه خدايه وويریږئ چې د هغه په نامه يو تربله غواړئ او د خپلوانو په حق كښې كمې مه كوئ بيشكه چې خدای ستاسو ساتوونكی دی.
د خدای رسول په دې هكله فرمايی: (اُوصـِى الشـّاهـِدَ مـِنْ اُمَّتـى وَالْغـائِبَ مـِنْهُمْ وَ مَنْ فى اَصْلابِ الرِّجالِ وَ اَرْحامِ النِّساءِ اِلى یَوْمِ الْقِيامَةِ اَنْ یَصِلَ الرَّحِمَ وَ اِنْ كانَتْ مِنْهُ عَلى مَسيرَةِ سَنَةٍ فَاِنَّ ذلِكَ مِنَ الّدينِ) هغه كسانو ته چې حاضر دی او هغه كسانو ته چې د سړيو او ملا او د ښځو په خیټو كښې دی او د قيامت ورځې چې څوك دنيا ته راځی سپارښتنه كوم چې صله رحم كوئ (د خپلولۍ خيال ساتئ) كه د يو كال هومره اوږده لار ورته وی هم، ځكه چې دا له دين (يوه مهمه مسله) ده.
امير مؤمنين(ع) هم خپل ځوی ته سپارښتنه كوی: (اَكْرِمْ عَشيرَتَكَ، فَاِنَّهُمْ جَناحُكَ الَّذى بِهِ تَطيرُ، وَ اَصْلُكَ الَّذى اِلَیْهِ تَصيرُ، وَ یَدُكَ الَّتى بِها تَصُولُ)؛ د خپلوانو درناوې كوه، ځكه ځې هغوی ستا وزرې دی چې ته ورسره الوځې او هغوی ستا اصل او جرړه دی چې ته هم دوی ته ګرځې، او هغوی ستا مټې دی چې ته ورسره (په دښمن) حمله كوې.
سرچينې: معراج السعاده حاج محمد احمد نراقی. بحارالانوار، 74ټوك، 3 باب ، له87 تر 139مخونه.
379182
captcha