د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس «رويترز» څخه نقلوی، دا ترجمه د تركيی حكومت په مرستې، د دې هيواد د كردو حقوقو پوره كولو لپاره تر سره كیږی.
د تركيی د مذهبی چارو ادارې مرستيال ښاغلی «مهمت گورمز» په دې هكله وويل: چې كردی ژبه په دې هيواد كې ډيره كارولې شی همدې لامله تركېې حكومت دا فيصله وكړه چې د قران پاك ژباړه هم په دې ژبه كې وكړی.
تمه ده چې دا ترجمه به د دې هيواد ډيرو كرديان خوښه شی.
د تركيی حكومت د اوروپايی انډيوالانو په غونډې كې غړيتوب لپاره د هيواد د اقليتونو لپاره ځينې اقدامات اخستی دی چې دا ترجمه هم له هغو اقداماتو څخه دی.
د تركیې 70 ميليونو وګړيو كې تقريبا 14 ميليونه كرديان دی
379731