IQNA

«منافقان په قران كې» نومې كتاب خپور شو

11:41 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757681
د ادب ډله: د«منافقان په قران كې» نومې كتاب لومړۍ چاپ د جواد فرازمند په قلم، د نسل جوان خپرندوې لخواه خپور شو
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې كتاب كې له قران پاك او تفسير نمونی نه په استفادې سره د منافقت عواملو پيژنګلوی او معرفی شول.
د دې كتاب ايتونه له قران پاك نهۀ سورتونو لكه بقره، آل‌عمران، نساء، انفال، توبه، احزاب، سوره محمد(ص)، حشر و منافقين څخه راخستی شوی دی او پكښې د نفاق جرړې، د منافقانوپيژنګلوې لازموالې، د نفاق مفهوم پراختيا، د منافقانو دوكې موضوعګان څیړلی شوی دی.
په دې كتاب كې راغلی دی: په قران پاك كې د منافقانو په هكله ډير ايتونه شته چې دا د دې مطلب ګواه دی چې منافقان د اسلامی اولس لپاره زيانمن دی.
د دې كتاب پر اساس نفاق يوازې زمونږه زمانې يا د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و اله وسلم د زمانې سره خاص نه دی بلكه نفاق په ټولو امتونو كې موجود وو.
د «منافقان په قران كې» نومې كتاب لومړۍ چاپ شمير 4000 نسخې 192 مخونه، او 2500 تومان په بيه خپور شو.
379668
captcha