د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان څانګې د يو راپور پر اساس چې د لبنان د اطلاع رسولو مركز الان یې نقلوی، چې علامه سيد محمد حسين فضل الله پرون د كب د مياشتې په 27 نیټه د دې مطلب په بيان سره له دې هيواد له حكومتی غونډو غوښتنه وكړه چې په لبنان كې د فلسطينيانو د كورونو د ودانۍ او هغو ته ارام ژوند د فراهم كولو كوښښ وكړی،
په لبنان كې د شيعه ؤ ستر مجتهد ښاغلی علامه «فضلالله» دا خبره د يو فلسطينی تنظيم د يو ډلې سره په كتنې كې وويل چې فلسطينيان نه غواړی چې تل دلته لبنان كې ميشتۀ شی بلكه هغو خپلو كورو او وطن ته بيرته تلل غواړی او اسرائيل دې بايد د دوی له وطنه نيواكه ختمه كړی.
دې ستر مجتهد له لبنانی حكومتی واكمنو غوښتنه وكړه چې دوی ته هم د لبنانيانو په شان دلته د ژوند تيرولو وسايل فراهم كړی چې دوی ستونزو سره مخامخ نه شی.
379672