IQNA

الله تعالی دين اسلام لامله مونږ ته عزت راكړ

17:44 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757687
د افتخاری خبريالو ډله/ محمود بابايی‌سواسری: د فارس د صوبې د اسلامی تبليغاتو د ادارې مشر په نور اباد كې د خلكو په يو غونډه كې وويل: چې الله تعالی دين اسلام لامله مونږ ته عزت راكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، چې د فارس صوبې د اسلامی تبليغاتو د ادارې عمومی روابطو یې نقلوی، د فارس صوبې د اسلامی تبليغاتو د ادارې مشر ښاغلی مولانا حجت‌الاسلام «عبدالرضا خوشنويس» د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم او حضرت امام جعفر صادق عليه السلام د زوكړې په جشن كې د نور اباد ښار د خلكو په يوې غونډې كې وويل الله تعالې د خپل ګران پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم په توسط مونږ ته د اسلام دين بلنې په وجه مونږ ته ارزښت او بيه راكړه.
د فارس صوبې د اسلامی تبليغاتو د ادارې مشر ښاغلی مولانا حجت‌الاسلام «عبدالرضا خوشنويس» وويل چې الله تعالی په قران پاك كر ارشاد فرمايی چې پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د ستاسو په شان يو انسان دی او همدې لامله داسې انسانان چې هیڅ ارزښت یې نه درلود، ارزښت او عزت وركړ.
ښاغلی مولانا حجت‌الاسلام «عبدالرضا خوشنويس» وويل چې د نن سبا اندیښنه دا دی چې خلق د يو بل د حقوقو خيال ونه ساتی، حقه خبره نشی كولې، امر بالمعروف او نهی از منكر نه كوی او د نورو انسانانو مرسته او مدد یې هير شی او د خپلو ستونزو د ختمولو په هڅه كې وی.
د فارس صوبې د اسلامی تبليغاتو د ادارې مشر وويل چې پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم داسې ځاې كې مبعوث شول چې هلته د ايران واكمنی او روم واكمنی يوه جاهله واكمنی وه.
حجت‌الاسلام خوشنويس په پاې كې خلك د يو بل سره مينې او محبت كولو اړخه وبلل او وويل چې د يو بل مرسته كوئ او په اولس د ښخو كارونو رسم و رواج پيدا او خپور كړئ
379660
captcha