IQNA

په ويبلاګستان كې د «الهی وليانو د قبرونو زيارت» ګټې

21:04 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757691
مجازی فضا ډله: د «سجاده‌ای پر از ياس» ويبلاګ په يو نوی مطلب كې د «الهی وليانو د قبرونو زيارت» ګټې څیړلی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا ويبلاګ په دې هكله ليكی: په دينی كتابونو كې ليكلی شوی دی چې د اولياو د قبرونو زيارت د ډيرو دنياوی او اخروی بركتونو او اثارو سبب ګرځی. او مسلمانان د قران پاك دې ايت ته په پام سره، (واتقوالله وابتغوا اليه الوسيله) يانی « پرهيزګاره شئ او د خداې پاك د تقرب لپاره وسيله ولټوئ » اولياء الهی د قبرونو زيارت د الله تعالی د تقرب لپاره يوه غوره وسيله ګڼی.
همدې لامله مسلمانان د سفر تكليفونه او ستونزې قبلوی او د اولياء قبرونو زيارت ته ځان رسوی
دا ويبلاګ د حضرت امام علی‌بن‌موسی‌الرضا عليه السلام يو حديث ته اشاره كوی چې هغه حضرت فرمايی: هر امام لپاره په خپلو پيروانو په اوږو عهدو پيمان شته چې د هغۀ وفا كول دا دی چې د هغو قبرونو زيارت وكړی پس څوك هم چې زړه سره او په مينې سره د هغوی قبرونو زيارت ته لاړ شی او د هغو عقيدې ومنی نو دغه الهی وليان به قيامت په ورځ د هغوی شفاعت كوی.
همدا رنګ دا ويبلاګ د حضرت امام علی‌بن‌موسی‌الرضا عليه السلام يو بل حديث ته اشاره كوی چې امام فرمايی: څوك چې له لرې زما زيارت وكړی نو زه به د قيامت په ورځ درې ځايه د هغه ليدلو ته ورځم او له سختۍ یې ساتم.
دې ويبلاګ په دوام كې له امام عاشقانو او مينه والو غوښتنه وكړه چې د نوروز اختر په جشن كې د حضرت امام علی‌بن‌موسی‌الرضا عليه السلام زيارت ته لاړ شی.
379698
captcha