د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد د نوی 1388 هجری لمريز كال او د نوروز اختر د را راسيدو په مناسبت ايرانی قام ته خپل پيغام كې، نوروز د ژوند بيا زیږيدنه او د طبيعت نوی كيدل وبلل او وې ويل نوروز د ايرانی قام د زړونو او ځانونو د ژوندی كيدو مظهر دی.
نوروز په اړه د ولسمشر پيغام ټول متن دا دی:
بسمالله الرحمن الرحيم
اللهم عجل لوليك الفرج و العافيه والنصر و اجعلنا من خير انصاره و اعوانه و المستشهدين بين يديه.
يا مقلب القلوب و الابصار، يا مدبر الليل و النهار، يا محول الحول و الاحوال، حول حالنا الی احسن الحال.
د نوروز ستر اختر د ايران ټول قام، ټولو فارسی ژبې خلكو ته او هغو ټولو قامونو ته چې نوروز كې جشن تر سره كوی ، ټول انسانيت لرونكی خلكو ته او بيا په تيره د اسلامی انقلاب ستر لارښود ته په زړه سره مباركۍ وړاندې كوم.
بې شكه د نوروز تفكر يوه الهی هديه او ډالۍ ده. نوروز د ژوند بيا زیږيدنه او د طبيعت نوی كيدل دی او نوروز د ايرانی قام د زړونو او ځانونو د ژوندی كيدو او د دوستۍ عشق او مينې مظهر دی. او نوروز د انسان په ټولنيز او فردی ژوندون كې د عشق ، دوستۍ هيلی بيا زیږيدنه ده.
هيله من يم د پسرلی په را رسيدو او په دغه پرتمين دود سره چې د نړۍ په درستو سوله غواړو او آزادی غواړو پورې اړه لری نړۍ په ګډو هڅو سره په داسی لور حركت وكړی چې ښكلا ، عدالت او تاندوالی د كينې، توكمپالنې او ظلم ځای ونيسی او بشر د امنيت، سولی او دوستۍ نه ډكی نړۍ په لور ګامونه واخلی.
يادونه كوو ايرانيان هر كال نوروز اختر تر سره كوی او دا كال هم ايرانيانو د پخوانيو دودونو په اساس په خوشاليو او جشنونو سره پيل كړی دی.
د ايرانيانو يولرغونی او پخوانی دود، د نوروز جشن دی چې نوی كال په خوښيو سره لمانځی دغه دود د بې شيمره پیښو په بټيو كې نه دی ختم شوی بلكه د اسلام په ظهورسره ېې مذهبی اړخ هم پيدا كړی دی اود ايران هويت د ساتلو ترڅنګ ېې اسلام نورهم پسوللی دی.
دغه اختر د ټولو ايرانيو قومونو له لوری منل شوی دی ځكه خو هغه اوس د ملی وحدت او انسجام په چورليز بدل شوی دی او د ايران د كلتور يوه اوچته بيلګه شميرل كیږی په دې ډول چې نن سبا د نړۍ په هرګوټ كې چې د نوروز نوم اخيستل كیږی د ايرانی كلتور نښې پكې له ورايه ښكاری.
د ايرانيانو لپاره نوروز يوازې د پسرلی د پيل د جشن نه دی بلكه د ايران فرهنګ، سنتونواو باورونو يوه ټولګه ده چې د دغه ټاټوبی د ولس ډيرې خبرې پكې خوندی شوی دی او هغه ېې تر ننه پورې رسولی دی.
د ايران ولس د ځانګړو دستورو په ترسره كولو سره دنوی كال له رارسيدا څو ورځې مخكې دپسرلی انتظار كوی . په حقيقت كې د نوروز دودونه او رواجونه د كب د مياشتې له نيمايی پيلیږی او د پسرلی د لومړنۍ مياشتې له ديارلسمې سره چې په طعبيت كې د ګرځيدا ورځ ده پای ته رسیږی.
د نوروز دودونه او رواجونه په ايرانيو قومونو كې ورته دی چې دغه چاره د ټولو قومونو ترمينځ د وحدت سبب كیږی او پر دې سربيره ېې دې ټولنې ته خاصه ځانګړتيا هم وربخښلې ده چې له دې ګوټه هم بايد دغه مسله وڅیړل شی.
د كال په ورستيو شپو ورځو كې يوعام دود پاكۍ او نظافت ته توجه ده.
په ايران كې نوی كال له پاكۍ او سترګی سره پيلیږی. د كورونو پاكول او له اختره مخكې پاكی يوه غوره او خوښ دود دی چې په ټولنه كې خاص تحرك او بدلون رامنځته كوی په دې ډول كله چې له بل هيواده يو كس ايران ته را شی د كورونو، عمومی ځايونو، پاركونو او واټونو په پاكۍ او ښكلا به پوه شی او يو بدلون به احساس كړی .هغه بهرنيان چې مخكې ايران ته راغلی دی په خپلو سفرنامو كې ېې د ايرانيانو د پاكۍ دغه دود ته ېې اشاره كړې ده او هغه ېې ستايلی دی.
د كورنو پاكول دا امكان برابروی چې خلك هر كال د ژوند چاپريال پاك كړی ځكه چې ايرانيان له ډير پخوا د ژوند د چاپريال په پاكۍ اوسترګۍ مشهوره دی او دغه چاره ېې په يو تلپاتې دود بدله كړې ده.
زياتره كسان د دې ترڅنګ چې كورونه پاكوی له زړونو هم د كينې اورخې ګردونه پاكوی ځكه چې د هر كال پيل د انسانو ترمنځ د كينې اورخې د ختمولو لپاره مناسب وخت دی.
د كال له بدليدا وروسته د ايران ولس د كال د بدليدا ځانګړې دعا لولی.
په دې دعا كې له خدايه غواړی چې د طبيعت دغوړيدا او بدلون په درشل كې د هغوی حالت او طبيعت ښه كړی زياتره كسان د كال د بدليدا په وخت هڅه كوی معنوی او مذهبی حالت ولری او له همدې امله د ايران زياتره خلك د كال د بدليدا په وخت جوماتونو، مذهبی ځايونو او زيارتونو ته ځی.
د نوی كال له بدليدا وروسته د ليدو كاتو او پرنورو د مهربانۍ وخت رارسیږی چې په اسلام كې پرې ډير ټينګار كړی دی په دې ليدو كاتو كې معمولاً د مشرانو كتو ته ورځی او د موراو پلار كتل له ټولو مخكې وی.
د نوروز په راشه درشه كې د اختری وركول هم دود وی چې دې ورځو ته خاصه ښكلا وركوی چې د خپلوانو او دوستانو ترمنځ مينه زياتوی ډالۍ هغه تحفه ده چې معنوی ارزښت ېې تر مادی هغه ډير مهم وی، ډالۍ وركول د انسانانو زړونه يو بل ته نږدې كوی او داسې فرصت برابروی چې انسانان د يو بل ترڅنګ په آرامښت كې ژوند وكړی.
بالاخره د نوروز جشنونه دوری د مياشتې په دريالسمې نیټې سره پای ته رسیږی. دوری په ديارلسمه نیټّه ټولې كورنۍ له خپلو دوستانو او ملګرو سره يوځای طبيعت ته ورځی او له طبيعت سره آشنا كیږی او په دې ډول د ايران ولس د نوی كال جشنونه د طبيعت په ښكلاو كې په ګرځيدا سره پای ته رسوی.
نوروزاو نوی كال مې مبارك شه
379947