د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی، د ايران د انقلاب ستر لارښود ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د نوی كال په لومړۍ ورځ په مشهد مقدس كې د امام رضا عليه السلام په مزار كې په ډيرې اهمې وينا كې د زرګونو كسانو غونډې ته وويل:
د ايران لوې قوم به د انقلاب څلورمې عشرې كې، د دې قوم د چمتووالی او مثبتو زمينو ته په پام د پرمختګ او عدالت حاصلولو لپاره ډير لوړ ګامونه واخلی
د مسلمانانو ستر لارښود ايه الله خامنه ای په مشهد كې د امام رضا عليه السلام د زيارت په يو ستر هال كې په زرګونو خلقو ته لومړۍ د نوی كال او د نوروز اختر مباركۍ وركړه او هيله من شو چې د انقلاب دا عشره به انشاالله د كار، عمل، كوشش او د پرمختګ او عدالت د حاصلولو عشره وی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د خپل نوروز اختر پيغام يادونه وكړه چې ايران به په خپل ايمانی طاقت سره د دې كال په ټولو پیښو كښې بريالې شی، او په ټولو ډګرونو او چارو كښې "د هيواد د سرچينو عاقلانه او مدبرانه استعمالولو" اهميت ته په پام، دې كال ته د خرچ د طريقې د اصلاح كولو نامه وركړه.
د ايران ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د دې وينا په دويمه برخه كې د ايران د اسلامی جمهوريت د راتلونكی ولسمشرۍ ټولټاكنې ته اشاره وكړه او دا یې په هيواد كې له اساسی بدلونونو څخه وګاڼه او له خلقو یې غوښتنه وكړه چې بايد په دې انتخاباتو كې په مينه او شوق سره په زياته توګه ګډون وكړی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د وينا په اخيری برخې كې ايران او امريكې تر مينځ اړيكې ته اشاره وكړه او دا موضوع د انقلاب د بريالې كيدو وروسته تر اوسه پورې د ايران ولس او حكومت لپاره يو لوی امتحان وباله او د امريكې د ايران قوم پر ضد د بد كردارۍ او د امريكې د دايمی دښمنۍ ته پام یې وويل: د ايران پر ضد امريكانيانو لومړۍ كار دا وو چې انقلاب مخالفينو یې ملاتړ كاوه او د ايران د ټوټې كولو ډلو یې مالی مرسته كوله او دا كار تر اوسه پوری جاری دی او اوس هم د هغو ډلو مرسته كوی كوم چې ايران كې تباهی راوستل غواړی او په مختلفو طريقو د ايران انقلاب د ختمولو هڅه كوی. لكه د ايران او پاكستان د سرحدی اورپكيو مرسته كول د دې نمونه دی.
د ايران ستر لارښود ښاغلی حضرت ايت الله خامنه ای په پاې كې د امريكې ولسمشر ته د نصيحت په توګه وويل: كه غواړۍ چې ايران اسلامی نړۍ سره مې ښه اړیګه پيدا شی نو دا د تشو خبرو او ناسمه نيت سره نه پيدا كیږی بلكې د دې لپاره بايد عملی اقدامات واخلئ او د بدلون نعره، عمل سره پوره كيدای شی نه يوازې خبرو سره او مونږ به د ستاسو عمل ته سترګې غړوو نه د ستاسو خبرو ته، ځكه چې زمونږ قوم د منطق او هوښيار قوم دی او نبايد په ستاسو خبرو كې تهديد شتون ولری ګنی دا په د ستاسو په زيان كې تمامه شی ځكه چې مونږ پرته له خداې له بل هيچا نه يریږو.
380005