د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د اسلامی كلتور او اړيكو د غونډې په ګزارش، د پيغمبر(ص) د حضرت امام صادق (ع) د زوكړې او د وحدت د اوونۍ په مناسبت د ايران د كلتوری مركز په مرسته د انګلينډ په پیټربورو ښار كښې د لسګونو كلتوری او مذهبی شخصيتونو په ګډون سره د اسلامی هنر او قرانی خوشنوينسۍ نندارتون خلاص شو.
په دې پروګرام كښې په لسګونو كلتوری او مذهبی شخصيتونو لكه د پیټر بورو ښار د شورا مشرې كيليان بيزلی، د شيعو د كلتوری مركز مشر محمد قاسم، د مسلمانانو د كمیټۍ مشر غلام شبير رييس، ځينې د اهل سنتو عالمانو او همدارنګ ځينې عيسانو او هندوانو شخصيتونو هم ګډون وكړ.
په برتانيه كښې د ايران د كلتوری مركز غړی وويل: له زرو كالو راهسې ايرانی هنرمندان په خپل عشق او خوښې سره د اسلام او قران په هكله خوشنويسی كوی او ډېر قيمتی اثار یې نړيوالو ته وړاندې كړی دی.
دا پروګرام د قران تلاوت سره شورو شو او له دې وروسته په برتانيه كښې د جمهوری اسلامی ايران د كلتوری مركز غړی ډاكټر علی محمد حلمی د پیټر بورو له كلتوری مركزونو او همدارنګ د هغه لويو شخصيتونو چې په دې پروګرام كښې یې ګډون كړی و درناوې او مننه وكړه.
هغه وړاندې وويل: خدای د انسانانو د هدايت او لارښوونې لپاره پيغمبران رالیږی دی چې انسان سعادت او كمال ته ورسوی.
د انګلينډ كشيش مايك اليوټ خبرې
هغه لومړۍ د جمات له مشرانو او په بيله توګه د جمات له امامه ډېره مننه وكړه چې د خبرو اترو لپاره یې هغوی ته دا موقع وركړه چې يو بل پكښې وپيژندې شی او بيا د هغه د خبرو اصلی موضوع د اصلی او تندرو اسلام تر مينځ فرق بيانول وو. چې ویې ويل: په ځای د دی چې په مسلمانانو كښې يو تندرو ډلې ته پام وكړو بايد ډېرو او اصلی مسلمانانو ته پاملرنه وكړو چې صلح دوستی او ارام غواړی. او بيا یې هغه څيزونه بيان كړل چې د مسلمانانو او عيسايانو تر مينځ مشترك دی او ویې ويل: زۀ د خپل مذهب دننه يوه خبره كوم چې دنيا د مؤمن لپاره زندان او د ګناهګارو لپاره جنت بولی. خدای پيژاندی انسان ته كه څه هم ژوند ګران دی او په زرګونو وسوسې داسې دی چې زمونږ په لاره كښې دی او دا هغه لاره ده چې مونږ او مسلمانان پكښې شريك يو، له دنيا د اخرت په لور سفر.
د سكينه منجی خبرې
د دې پروګرام دويم وينا وال سكينه منجی بی بی وه چې د پيغمبر(ص) د ژوند بيلا بيلې برخې یې په لنډه توګه بيانې كړې. چې پكښې یې حاضر د هغه حضرت (ص) له ژونده په صحيح طريقه خبر كړل او ویې ويل: پيغمبر(ص) په ځوانۍ كښې يوه عهدنامه حلف الفضول د ضعيفانو د حمايت لپاره ترسره كړه.
بی بی منجی زياته كړه: نن مسلمانانو او غير مسلمانان د هغه حضرت له ښوونو ګټه اخستې شی او د نسل پرستۍ او د انسانانو د خدای په وړاندې د برابرۍ لپاره ترې سبق اخستې شی. د پيغمبر(ص) يوه بله خوبی د شته منو غريبانو سره مرسته وه چې پيغمبر(ص) مونږ ته وايی چې بايد د ظلم په وړاندې چپ پاتې نه شو كه هغه په غزې كښې وی او كه په دارفور كښې او د هغوی مرسته وكړو. د هغې په وينا پيغمبر(ص) د خدايی شريعت اخرنۍ بشپړوونكی كس و هغه شريعت چې له ادمه شورو شوی و او په پيغمبر(ص) باندې ختم شو.
د حسينی اسلامی مركز د جمات د امام خبرې
په اخر كښې د حسينی اسلامی مركز او د جمات امام ښاغلی محمد قاسم علی چې د دې پروګرام ميزبان وې خبرې وكړې چې هغه د پیټر بورو له كلتوری مركزونو او همدارنګ د هغه لويو شخصيتونو چې په دې پروګرام كښې یې ګډون كړی و درناوې او مننه وكړه.
له دې وروسته حاضرونو د دې نندارتون ليدنه وكړه چې پكښې د پیټربورو ښار د شورا مشرې د اسلامی ايران د كلتوری مركز له غړی دا غوښتنه وكړه چې دا اثار دې د دې ښار نندارتون ته بدل كړې شی چې په دې هكله هغه ورته د برابرۍ كولو وعده وركړه.
379982