IQNA

مراكش، د وقف د مسلو د څیړنې د څوارلسمې ناستې كوربه كیږی

11:14 - March 27, 2009
د خبر لمبر: 1758051
نړيواله ډله: د وقف د مسلو د څیړنې څوارلسمه ناسته به له د وری د مياشتې په 10 تر 12 نیټې د مارچ د مياشتې له 30 تر لومړی اپريل پورې د مراكش په پلازمينې رباط ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له MAP یې نقلوی، د مراكش د اوقافو او د اسلامی چارو د وزارت په بيان سره، دا ناسته د دې وزارتخانې او په كويت كښې د مراكش د وقف د دبيرخانې په مرسته او همدارنګ د اسلامی بانك په مرسته، د وقف د پرمختګ په نيت ترسره كیږی.
په دې دوه كلنې ناستې كښې به د وقف په هكله هغه مسلې څیړل كیږی چې د وقف د ادارو له لخوا په بيلا بيلو هيوادونو او ادارو كښې د پوهانو له خوا رامنځ ته شوی دی.
دا ناسته په لومړی ځل د كويت له هيواده بهر ترسره كیږی (له دې وړاندې درې ناستې په كويت كښې شوی دی) او مراكش هم په دې دليل د دې ناستې كوربه كیږی چې د وقف سل كاله تجربه لری.
مراكش ته په داسې حال كښې د دې ناستې كوربه توب وركول كیږی چې د نه يوازې دا چې د مذهبونو په نزدې كيدو كښې عاجره دی بلكه او یې د دينی ارزښتونو د كمزوری كولو په بهانې د دې هيواد د شيعو په خلاف خپل كارونه هم شورو كړل. د انسانی حقونو ټولنو خبر راكړی چې د مراكش په سويلی سيمو كښې ځينې كسان په دې دليل نيولی شوی دی چې هغه شيعه شو.
د دې اوونۍ د شنبې په ورځ د مراكش په رباط ښار كښې يوه عراقې مدرسه په دې دليل بند كړی شوه چې هغه د شيعه مذهب تبليغ كوی.
د مراكش د انسانی حقونو اتحادیې، په يوه اعلان كښې د حكومت د شيعو په خلاف دا رنګ كارونه د دې حكومت د ډموكريسی او مدنی حقونو خلاف ورزی ګڼلې ده.
مراكش څه وخت وړاندې ايران سره خپلې اړيكې په دې بهانې پرې كړې چې هغه د شيعو د زياتوالی لپاره هڅه كوی.
380209
captcha