IQNA

ايران د صهيونيسټو په مقابله كښې يو ډېر اثر لرونكی هيواد دی

11:12 - March 27, 2009
د خبر لمبر: 1758063
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د حزب الله د ستر سكتر مرستيال شيخ «نعيم قاسم» دې خبرې ته پام چې د عربی او اسلامی هيوادونو مرسته د لبنان، مسلمانانو او عيسايانو په ګټه ده وويل: ايران د صهيونيسټو په مقابله كښې يو ډېر اثر لرونكی هيواد دی
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د لبنان سيمې په ګزارش چې د دې هيواد له «المستقبل» ورځپاڼې یې نقلوی، د حزب الله د ستر سكتر مرستيال پرون د وری د مياشتې په 4 نیټه د شيخ «عبدالله العلايلی» و شيخ «محمد جواد مغنيه» په هكله په ترسره شوی سمينار كښې د دې دواړو مشرانو عالمانو ستاينې سره سره وويل: مقاومت هغه يوازينې لار ده چې دې دسيسو مقابله ورسره كيدی شی.
شيخ نعيم قاسم وويل: د نړيوالو دسيسو او چلونو سره سره بيا هم اسرائيل خپلې پولی نه دی معلومې كړې او خپل شتون ته یې په دې سيمه كښې رسميت نه دی وركړی.
هغه وويل: اسلامی نړی د فلسطين په سبب وحدت ته رسيدلې ده او په لبنان كښې شيعو او په غزې كښې د سنيانو مقاومت دا خبره څرګنده كړې ده چې مقاومت هغه يوازينې لار ده چې دې دسيسو مقابله ورسره كيدی شی.
هغه زياته كړه: خارجی هيوادونو د ايران، عراق، افغانستان، سوريه او لبنان له محاصرې څه ګټه وانه خسته، او اوس مونږ سره خبرو ته تيار شو.
380204
captcha