IQNA

ايران د اسرائيل پر ضد، يو اغيز لرونكی هيواد دی

11:15 - March 27, 2009
د خبر لمبر: 1758190
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د حزب الله د ستر سكتر مرستيال ښاغلی شيخ نعيم قاسم د عربی او اسلامی هيوادونو د همكارۍ د لبنان مسلمانانو او عيسايانو په ګټې ته اشارې سره ټينګار وكړ: ايران د اسرائيل او استكبار پر ضد، يو اغيز لرونكی هيواد دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) لبنان څانګې د يو راپور پر اساس، چې له دې هيواد له المستقبل ورځپاڼې یې نقلوی د لبنان د حزب الله د ستر سكتر مرستيال ښاغلی شيخ نعيم قاسم پرون د فروردين د مياشتې په 4 نیټه ، په بيروت كې د يووالی پخوانی دو سترو بانيانو او د اسلامی نړۍ دوه لويو عالمانو شيخ «عبدالله العلايلی» و شيخ «محمد جواد مغنيه» د تفكر د جاجولو په نړيوال سمينار كې د دې بيان تر څنګ وويل: د دښمنانو د دسيسو د مقابلې يواځنۍ لاره، مقاومت او استقامت دی.
د حزب الله د ستر سكتر مرستيال ښاغلی شيخ نعيم قاسم وويل: د نړيوالو دسيسو په با وجود هم، اسرائيل په سيمې خلقو خپل شتون ثابت نه كړ. او هيچا یې د دغه رژيم سرحدونه په رسمی توګه ونه منل.
هغه زياته كړه چې د فلسطين مسله يو ه عربی، اسلامی او انسانی مسله ده او د فلسطين مسلی په وجې اسلامی نړۍ په يووالی رسيدلې ده او په لبنان كې شيعه ؤ او په غزې كې د سنيانو مقاومت او مقابلې دا ثابته كړه چې د دښمنانو د دسيسو د مقابلې يواځنۍ لاره، مقاومت، استقامت او قربانی دی.
د لبنان د حزب الله د ستر سكتر مرستيال په پاې كې وويل: بهرنيو قوتونو د ايران، عراق، افغانستان، شام او د لبنان له محاصرې هیڅ ګټه وانه خيسته او زمونږ د مقاومت په وجه اوس هغوی مونږ سره خبرو اترو ته ګروهنه لری خو مونږ، لكه څرنګه چې د ايران ستر لارښود ويلی دی چې امريكا دې بايد عملی ګامونه واخلی، هم دا دریځ لرو چې عملی اقدامات وګورو او خبرې پرته له عمل هیڅ ګټه نه لری.
380204
captcha