د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) لبنان څانګې د يو راپور پر اساس، چې له دې هيواد له المستقبل ورځپاڼې یې نقلوی د لبنان د حزب الله د ستر سكتر مرستيال ښاغلی شيخ نعيم قاسم پرون د فروردين د مياشتې په 4 نیټه ، په بيروت كې د يووالی پخوانی دو سترو بانيانو او د اسلامی نړۍ دوه لويو عالمانو شيخ «عبدالله العلايلی» و شيخ «محمد جواد مغنيه» د تفكر د جاجولو په نړيوال سمينار كې د دې بيان تر څنګ وويل: د دښمنانو د دسيسو د مقابلې يواځنۍ لاره، مقاومت او استقامت دی.
د حزب الله د ستر سكتر مرستيال ښاغلی شيخ نعيم قاسم وويل: د نړيوالو دسيسو په با وجود هم، اسرائيل په سيمې خلقو خپل شتون ثابت نه كړ. او هيچا یې د دغه رژيم سرحدونه په رسمی توګه ونه منل.
هغه زياته كړه چې د فلسطين مسله يو ه عربی، اسلامی او انسانی مسله ده او د فلسطين مسلی په وجې اسلامی نړۍ په يووالی رسيدلې ده او په لبنان كې شيعه ؤ او په غزې كې د سنيانو مقاومت او مقابلې دا ثابته كړه چې د دښمنانو د دسيسو د مقابلې يواځنۍ لاره، مقاومت، استقامت او قربانی دی.
د لبنان د حزب الله د ستر سكتر مرستيال په پاې كې وويل: بهرنيو قوتونو د ايران، عراق، افغانستان، شام او د لبنان له محاصرې هیڅ ګټه وانه خيسته او زمونږ د مقاومت په وجه اوس هغوی مونږ سره خبرو اترو ته ګروهنه لری خو مونږ، لكه څرنګه چې د ايران ستر لارښود ويلی دی چې امريكا دې بايد عملی ګامونه واخلی، هم دا دریځ لرو چې عملی اقدامات وګورو او خبرې پرته له عمل هیڅ ګټه نه لری.
380204