IQNA

نبيه بری: قران پاك د دينونو تر مينځ په وحدت ټينګار كوی

11:20 - March 27, 2009
د خبر لمبر: 1758193
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د مجلس سپيكر ښاغلی «نبيه بری» د مسلمانانو طاقت او قدرت د وحدت او يووالی په مضبوطولو ته په اشارې سره وويل: چې قران كريم هم د دينونو تر مينځ په وحدت ځانګړی ټينګار كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) لبنان څانګې د يو راپور پر اساس، چې له دې هيواد له المستقبل ورځپاڼې یې نقلوی، د لبنان د مجلس سپيكر ښاغلی «نبيه بری» پرون د فروردين د مياشتې په 4 نیټه ، په بيروت كې د يووالی پخوانی دو سترو بانيانو او د اسلامی نړۍ دوه لويو عالمانو شيخ «عبدالله العلايلی» و شيخ «محمد جواد مغنيه» د تفكر د جاجولو په نړيوال سمينار كې د دې بيان تر څنګ وويل: دا دوه شخصيتونه او اسلامی پوهاندان د يووالی بانيان او د مخكينی او اوسنی تفكر ته پيوند وركونكی دی.
د لبنان د مجلس سپيكر زياته كړه چې د دې دوو اسلامی بزرګوارو هستيو د تفكر له بركتونو د اسلامی ولس يووالې او اسلامی سترې مدرسې او دينې مركزونه دی چې پكښې د مصر، بيروت او قم حوزې او دينې پوهنتونونه دی.
سپيكر ښاغلی «نبيه بری» وويل: چې د اسلامی يووالی د مضبوطولو لازمه دا ده چې خپلې ډله ايزې او قومی له تعصب ډك افكار پریږدو او همدا تفكر و چې زمونږ تښتولی شوې مشر ښاغلی امام موسی صدر د هم دې د تحقق لپاره هڅه كوله.
هغه وويل: ننينۍ نړۍ د يو اړخيز نظام تر لاندې چلیږی خو له تجربې ثابته ده چې كوم حكومتونه د طاقت اخستلو غوښتونكی دی هغو په هر امتحان كې ماتۍ سره مخامخ شوو.
380203
captcha