د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جنوب ختیځې ايشيا څانګې د يو راپور پر اساس، د «د اهل بيت(عليهم السلام) عملی سيرت» له څوارلسو ټوكونو څخه، لومړۍ ټوك د شيخ «محمد نعيم پادابياد» په لاس، چې په قم القدس كې د المصطفی صلی الله عليه و اله وسلم نړيوال پوهنتون محصل و، تايی لينډی ژبې ته ترجمه شو.
ليكوال سيد كاظم ارفع د «د اهل بيتو(عليهم السلام) عملی سيرت» په څوارلس ټوكونو كې د څوارلسو معصومينو د ژوند ليك او د ژوند څرنګوالې بيان كړې د.
د لومړۍ ټوك چې تايی لينډی ژبې ته ترجمه شو د مونږ ګران پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم سره تعلق لری چې پكښې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د ژوند او رسالت د وخت څلور ديرش كيسې بيان شوی دی چې په هرې يوې كيسې كې یې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم سيرت له زوكړې تر وفاته بيان ليكلې شوی دی.
377054