IQNA

فقهې مسايل د اوسنې اسلامی نړۍ له اساسی مسلو څخه دی

11:18 - March 27, 2009
د خبر لمبر: 1758203
سياسی او ټولنيزه ډله: دا لومړې ځل دی چې د شيعه او سنی فقيهان په دومره زيات شمير په يو غونډه كې راټول شی او د اوسنې اسلامی نړۍ د اساسی او بنيادی فقهې مساېل وڅیړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «الدار» ورځ پاڼې یې نقلوی د كويت د نړيوالې اسلامی فقهې ډلې ستر سكتر او د «زين‌العابدين» جومات امام ښاغلی «حجت الاسلام سيد ابوالقاسم الديباجی» له استانبول نه بيرته راتلو په وخت وويل: دا لومړې ځل دی چې د شيعه او سنی فقيهان په دومره زيات شمير په يو غونډه كې راټول شی او د اوسنې اسلامی نړۍ د اساسی او بنيادی فقهې مساېل وڅیړی. دا اجلاس په كويت كې د نړيوالې اسلامی فقهې غونډې لخوا تر سره شو چې پكښې له اسلامی هيوادونو 60 فقيهانو، مجتهدانو، متفكرانو او څیړاندو ګډون وكړ
د نړيوالې اسلامی فقهې ډلې ستر سكتر ښاغلی ديباجې زياته كړه: په دې اجلاس كې د الازهر د پوهنتون استازې نه علاوه نورو ټولو شيعه او سنی فقيهانو په خبره يو ځای شو چې فتوا بايد د عدالت پر اساس صادره شی
ديباجې په پاې كې د اسلام د ښځو حقوقو، مقام، ذمه واری او د ښځو عزت نفس ساتلو ته پام سره ټينګار وكړ: چې په زمكې كې تقريبا 50 فی صده ميشتې دی او په ولس كې ډير مهم رول لوبولې شی او كه هغو له كار لاس واخلی نو ټولې چارې به په ځاې اودریږی.
379870
captcha