IQNA

هاشمی رفسنجانی: د امريكې په كړچار كښې مو بدلون ندې ليدلې

11:54 - March 28, 2009
د خبر لمبر: 1758370
سياسی ډله: د ايران د مصلحت پيژندونكی ټولنې مشر ښاغلی آيت‌الله هاشمی رفسنجانی د نوی لمريز كال د لومړۍ جمعې لمانځه په خطبو كې د سپينې ماڼۍ په بهرنی سياست كې د امريكې د ولسمشر د بدلون ژمنې ته په اشارې سره جوته كړه تر اوسه مو د امريكې په كړچار كې هیڅ بدلون ندې ليدلې او يوازې د هغو ادبياتو توپير كړې دې .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د نوی لمريز كال 1388كښې د جمعې لومړنۍ لمونځ د زرګونو مومنانو او ديندارو خلقو په ګډون سره او د ايران د مصلحت پيژندونكی ټولنې مشر ښاغلی آيت‌الله هاشمی رفسنجانی په امامت په تهران پوهنتون كې ادا شو.

د تهران د جمعې خطيب، د سپينې ماڼۍ په بهرنی سياست كې د امريكا د ولسمشر بدلون ژمنې ته په اشا رې سره جوته كړه تر اوسه مو د امر يكا په كړچا ر كې هیڅ بد لون ندې ليدلې او يوازې د هغو ادبياتو توپير كړې دې .

ايت ا... ها شمی رفسنجا نی د تهران د جمعې لما نځه په خطبو كې زيا ته كړه كه څه هم د امر يكا نوی ولسمشر له ايران سره د خبر و اترو لپاره ګروهنه ښودلی ده ، خو هغه هما غه راز د ايران په اړه د بوش د پخو انی حكو مت دروغجنې ادعا ګا نې مطرحوی .

د ايران د مصلحت پيژندونكی ټولنې مشر ښاغلی ايت ا... ها شمی رفسنجانی ټينګار وكړ چې امريكا كابو پنځوس كلونه كیږی چې د ايران په ملت یې ظلم كړې دې او با يد روغ نيت وښايی .

آيت‌الله هاشمی رفسنجانی وويل مو نږه د امريكی له ملت سره هیڅ مشكل نلرو او كه د امريكۍ حكومت هم د نړيوالو مقرراتو پر اسا س له مو نږ سره عا دلانه كړچا ر ولرلې شی، نو له هغه سره هم دښمنی نلرو .

ايت ا... ها شمی رفسنجا نی جوته كړه د امر يكې له داخلی بحثونو سره مونږ كار نلرو، خو كه دغه هيواد وغواړی په ملتونو ظلم وكړی نو غلی به پاتې نه شو

380577
captcha